البانیز: اسرائیلو ټول نړیوال قوانین مات کړي

البانیز: اسرائیلو ټول نړیوال قوانین مات کړي


  • 10 مياشتي دمخه (19/01/2024)
  • بصیره وزیري
  • 418

د فلسطیني قلمرو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچیسکا البانیز ویلي چې اسرائیلو په غزه کې نړیوال قانون مات کړی دی.

نوموړې په مادرېد کې خبریالانو ته ویلي، چې اسرائېلو غیر قانوني او غیر حقوقي کړنې کړي دي.

هغې ويلي، په جګړه کې باید د ملکي خلکو، ماشومانو او مېرمنو خیال وساتل شبي، خو برعکس د جګړې د پیل په لومړیو دوه اوونیو کې ۱۲ زره بمونه غورځول شوي، چې ۲ زره پونډه لرونکي بمونه هم په کې شامل وو.
د البانیز په وینا،  دا بمونه له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې غورځول شوي چې تلفات یې ملکیانو ته ور اوښتي دي.

نوموړې دغه راز ویلي، د جګړې په لومړیو دوه میاشتو کې زر ماشومانو د بې هوښۍ درملو له استعمال پرته عملیات شوي دي.

 د غزې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، تر اوسه په روانه جګړه کې ۲۴ زره او ۶۰۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ سلنه یې مېرمنې او ماشومان دي.