لاوروف: اوسني افغان حکومت کې دې سیاسي جریانونه هم شامل شي

لاوروف: اوسني افغان حکومت کې دې سیاسي جریانونه هم شامل شي


  • 1 کال دمخه (19/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 472

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د افغانستان په اوسني حکومت کې باید سیاسي جریانونه هم شامل شي.

هغه د روسیې د بهرني سیاست په کلنۍ غونډه کې زیاته کړې، چې دوی سرپرست حکومت ته د دې کار توصیه کړې ده.  

هغه دغه راز ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفارت فعال دی او له اوسني حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. 

نوموړي د قزاقستان له ترورېستي لېست څخه د سرپرست حکومت د نوم اېستلو ته په اشارې سره ویلي، چې دا د ډېپلوماټیکې رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.

که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه د سرګي لاوروف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د ټول‌ګډونه حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ګڼلې ده.