هغه د بابا خبره د متلونو ټولګه چاپ شوه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سحر
  • 1057

راحله نوري دمیرمن بهیر غړې

((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر تکړه غړې لیکوالې او شاعرې آغلې نعیمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا چاپ شوی او د متلونو مینه والو ته یې وړاندی کړی دی.
د ټولګې په لومړي مخ کې د هیواد تکړه لیکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) تر سرلیک لاندې د پښتو ژبي د متلونو په اړه له محتوا ډکه سریزه لیکلې ده. ورپسی دمیرمن بهیر دتکړه او فعالې غړې آغلې ساهره شریف له خوا نوموړې ټولګه ارزول شوی ده او لیکوالې ته يې د نوموړی ټولګې مبارکی ورکړې ده.
په دغه ټولګه کې ټول ټال( )متلونه راټول شوي او بیا پر ۲۷ بیلا بیلو موضوع ګانو ویشل شوي دي او د هرې موضوع تر عنوا ن لاندې په زړه پورې متلونه ذکر شوي چې لوستونکی کولی شي په آسانه توګه د خپلې خوښې موضوع په اړه خوندور او ګټور متلونه ولولي.
ددغې ټولګې په لومړۍ برخه کې د نصیحت تر سرلیک لاندې مشهور او خورا ګټور متلونه راغلي چې لوستل یې د ټولو لپاره ګټور دي، د مثال په توګه: د هغې بلا نه چې دی خلاصون نه وي نو په بسم الله ورسره چلیږه، او پټه خبره شی بې اثره تر هغو پټه خوله بهتره .
که څه هم په پښتو ژبه کې متلونه کومې خاصې سیمې او یا کومې ځانګړې قبیلې ته منسوب نه دي خو په کومو ځایونو کې چې پښتانه ژوند کوي، هلته به خامخا متلونه کارول کیږي. خو له دې سره سره ځینې متلونه شته چې په یوه سیمه کې ډیر استعمال لري. د دغه کتاب لویه ځانګړنه دا ده چی آغلې نعیمې هغه متلونه راټول کړي چی د وردګو په ولایت کی ډ یر استعمال او دیوشمیر یې د وردګو په لهجه لیکل شوي، خو په ځینو ځایونو کې چې د متل ځانګړی وزن او مانا له منځه ځي بیا له معیاري پښتو لیکنې څخه ګټه اخیستل شوې ده .
څرنګه چې ما دغه ټولګه مطالعه کړه داسی متلونو ته په کې ځای ورکړل شوی چې تر اوسه د خلکو په منځ کې ډېر عام نه دي او ددغې ټولګې لوستل به تاسوته بې ګټې نه وي.
میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر تر دی وړاندی هم د پښتو ژبی د بډاینې لپاره ګڼ شمېرادبي کتابونه چاپ کړي دي او دا هڅې یې لا همداسې روانی دې اوپه راتلونکي کې دمیرمن بهیر دنورو غړو او پښتنو میرمنو دنورو کتابونو دخپرولو تابیا لري.
لیکوالې خور ته ددغه کتاب مبارکي وایم او د لوی خدای نه ددغه بهیر ټولوغړو ته بریا غواړم.