کراچۍ بندر کې لاهم د افغان سوداګرو ۱۰۰۰ کانټینرونه اېسار دي

کراچۍ بندر کې لاهم د افغان سوداګرو ۱۰۰۰ کانټینرونه اېسار دي


  • 10 مياشتي دمخه (06/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 449

په چین کې د افغان بار وړونکو ټولنې رییس خان اغا ګلزاد وايي چې اوس هم په کراچۍ بندر د افغان سوداګرو تر ۱۰۰۰ زیات کانټینرونه بند پاتې دي چې سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.  

ښاغلی ګلزاد زیاتوي، چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو بندیزونو سوداګر زیانمن کړي او سرپرست حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال وايي، چې پاکستان باید په سوداګریزو توکو باندې لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وایي، چې اسلامي امارت په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرو ستونزو حل ته ژمن دی.