د افغانستان بانک نن ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک نن ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي


  • 9 مياشتي دمخه (19/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 395

 

 

د افغانستان مرکزي بانک ویلي، چې د افغانیو د ارزښت ساتلو په هدف به نن دوشنبه، ۱۷ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.

یاد بانک له مستحقو بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

 اعلامیه زیاتوي چې د ليلام ګټونکي مکلف دي تر څو د ليلام د ورځې تر پاىه پورې خپل حسابونه تصفيه کړي .

 د افغانستان مرکزي بانک زیاته کړه چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري.

 د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات د ټينګښت په هدف ميليونونه ډالر ليلام کړي وو.