د دوحې ناستې په څنډه کې؛ قمي او ګوترېش د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

د دوحې ناستې په څنډه کې؛ قمي او ګوترېش د افغانستان پر وضعیت غږېدلي


  • 10 مياشتي دمخه (20/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 440

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د دوحې ناستې په څنډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره کتلي دي.

ښاغلي قمي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر روان امنیتي، ټولنیز او سیاسي وضعیت غږېدلي دي.  

هغه همدا شان زیاته کړې، په دې کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت هم خبرې شوې او په وینا یې، په دې اړه ګډ لیدلوری شتون لري. 

دغه ایراني چارواکي همدا راز ویلي، له ګوټېرش سره په لیدنه کې يې ټینګار کړی، چې د افغانستان مسایل باید د سیمه ییز لیدلوري پر اساس حل شي. 

د سرپرست حکومت له ګډون پرته د دوحې دوه ورځینۍ ناسته پرون پای ته ورسېده. 

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټېرش تر غونډې وروسته خبري کنفرانس کې وویل، اوسني افغان واکمن د نړیوالو غوښتنو ته پام نه کوي، خو په ورته وخت کې بیا د رسمیت غوښتونکي دي.