اتونبایوا: د افغانستان لپاره دې ځانګړی استازی د سرپرست حکومت په خوښه جوړ شي

اتونبایوا: د افغانستان لپاره دې ځانګړی استازی د سرپرست حکومت په خوښه جوړ شي


  • 10 مياشتي دمخه (23/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 350

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان لپاره باید د ځانګړي استازي په ټاکلو کې له اسلامي امارت سره مشورې وشي.
تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر  مشرې روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د  دوحې ناستې په اړه مالومات شریک کړي دي.
اتونبیایوا د انتوني ګوترېش له قوله ویلي، د افغانستان لپاره باید د ځانګړي استازي په ټاکلو کې داسې اقدام ونه شي، چې له حکومت سره کار پیچلی کړي.

نوموړې ویلي، د دوحې ناستې ګډونوالو هېوادونو له اسلامي امارت سره پر تعامل ټینګار کړی او که ګډونوال هېوادونه سلا شي؛ نو دوی به د ښه تفاهم لپاره ورته ناستې ډېرې کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې دوی ناسته څارله؛ خو کومه ځانګړې پایله یې نه لرله.
متقي هیله څرګنده کړې، چې افغانستان سره د تعامل په اړه جوړېدونکې ناستې غوره پایلې ولري.

د یادونې ده، چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت د خپلو شرایطو نه منل کېدو له کبله ګډون نه وو کړی.