د ایران پارلمان: افغانستان کې دې ټول‌منلی حکومت جوړ شي

د ایران پارلمان: افغانستان کې دې ټول‌منلی حکومت جوړ شي


  • 2 کاله دمخه (17/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 659

سمسور (۲۷غبرګولی۱۴۰۱) د ایران پارلمان مشر په افغانستان کې د یوه ټول‌منلي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. 

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پرون په تهران کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره کتلي او په یو شمېر مسائلو یې ورسره بحث کړی دی.

ښاغلي قالیباف په دې لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت مهم دی.

هغه همدا راز په افغانستان کې د ترهګرو او مخدره توکو پر ضد مبارزه اړینه بللې ده.  

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د يو شمېر نورو ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو بېلابېلو مشرانو هم په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه  حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی وو.