د اوکرایین ولسمشر وايي په هېواد یې د روسیې د برید له پیل راهیسې ۳۱ زره اوکرایيني پوځیان وژل شوي دي.
ویلادیمیر زېلېنسکي پرون وویل چې دا شمېرې یې د روسیې لخوا له مبالغې د ډکو ارقامو په ځواب کې خپرې کړې دي.
نوموړي وویل، په دې جګړه کې ۳۱۰۰۰ اوکرایيني سرتېري وژل شوي او زیاتوي چې د ولسمشر پوتین لخوا د ۳۰۰ یا ۱۵۰ زره پوځیانو وژل کېدل مبالغه ده.
زیلینسکي په جګړه کې د پراخې ملکي مرګژوبلې په اړه وویل، چې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې په لسګونو زره ملکي وګړي وژل شوي.
د تېر کال په اګست میاشت کې امریکايي چارواکو د وژل شویو اوکرایيني پوځیانو شمېر ۷۰ زره او د ټپیانو شاوخوا ۱۲۰ زره ښودلی و.
زېلېنسکي د روسیې اړخ ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه وویل چې ۱۸۰ زره روسي پوځیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.