چا چې د تعليم او تربيت ټکى اورېدلی او د دواړو په مفهوم او معنىٰ کې يې غور او دقت کړيدی هغه پوهېږي، چې تعليم بېل شی او تربيت بېل شى دی.
علم په ټوله نړۍ کې تقريباً يو راز وي، مګر تربيت په هر ملت او هر مملکت کې بل راز کېږي. علم په لږ وخت کې د يو څه کتابونو په وړلو او ترجمه کولو له يوه ځايه بل ځاى ته نقل شي، مګر د تربيت انتفال عمرونه او ډېر وسايل غواړي.
د علم ښودنه د يوه ملا او معلم کار دى، مګر تربيه کول دمحيط او جامعې، د مور او پلار، د کور او کورنۍ د يوه قايد او مرشد وظيفه ده.
علم په الفاظو او کلماتو کې ځاى لري، مګر تربيت په عمل او کردار کې ځان ښیي دغه راز تعبيرات زښت ډېر دی او سړى کولى شي چې دتعليم او تربيت راز راز تعريفونه وکړي او بېل بېل لفظونه ورته په هر ژبه کې پيدا کړي، تعليم ته ښودنه يا پوهونه ووايي او تربيت روزنه او پالنه وبولي، هغه اسان او دا ګران کار وګڼي. د مدنيت او تهذيب، اخلاقواو عاداتو اساس تربيت وبولي او په اختراعاتو او اکتشافاتوکې علم ته زياته برخه ورکړي.
دا کېدى شي چې د يوه سړي فهم او ادراک پوهغه او هوښياري زياته وي کتابونه يې ډېر لوستي وي معلومات يې له مدني اشخاصو نه هېڅ کم نه وي، مګر د تهذيب او تمدن په لحاظ په ډېرو ابتدايي مراحلو کې پاته دي.
يو سړى دا کولى شي چې د معلوماتو او نظرياتو په اعتبار د خپلې جامعې او محيط له عمومي سطحې ډېر لوړ شي خپل لباس او خپل ظواهر بل راز کړي، مګر خپله محيطي او نژادي تربيه هغومره نشي اړولی او هغه ترقي چې په هغه خوا کې کوي دلته يې لسمه برخه هم نشي کړاى. رښتيا وايي چې څنګه غر هغسې يې کربوړي، که يو سړى هر څه وکړي او سل رازه صابون په ځان ووهي بياهم د خپل هېواد تربيوي رنګ له ځانه نشي لرې کولی او خپله ملي تربيه نشي اړولی. ښايې چې تاسې په غرونو کې له سمې نه ښه ښه ملايان پيدا کړئ، چې د کتاب په حاشیو او نکتو به ډېر ښه پوهېږي، په منطق او فلسفه کې به يې شهرت لري او يوځاى به ته رسېدلی وي، مګر وضعيت او ناسته ولاړه به يې د غره والو غوندې وي او په اخلاقو او عاداتو کې به له هغوى نه څه ډېرفرق نلري.هغه به په ښارونوکې ډېرې شپې تېرې کړي وي علم به يې له سمي او اوارې نه غره ته خېژولي وي، مګر د ښاروالو او سمه والو تربيت به يې له ځانه سره نه وي وړی، ډېر پوهان به وي چې په ډېرو دقيقو علمي مسايلو به پوهېږي، مګر کوم نواقص او عيبونه چې د محيط په تربيه کې وي هغه به نشي ليداى او پدې باب کې به له عوامو ډېر فرق نلري. دلته هغه مشهوره قصه را يادېږي چې دپښتنو په سيمه کې دوه غرونه دي يو ته ايلم او بل ته دوه سري وايي، څه خلق چې د ايلم په لمنه کې اوسي هغوى خپل غر جګ ګڼي، څه نور چې د دوه سري په اړخ پراته دي هغوى وايي دوه سری هسک غر دی. د دوی په مېنځکې هروخت يو طالب العلم له خپل استاذ سره دا بحث راواخيست چې مونږ ولې ټول عمر په خوشې خبره جنګونه کوو او دا جنګونه يې د حماقت او نادانۍ سند او حجت ګاڼه پدې بحث کې له طالب نه وويل شوه: معلومه خبره ده چې د ايلم غر جګ دی او دوه سری ټيټ دی، دلته د ملاصاحب هغه ټولې خبرې هېرې او طالب ته يې په بدو او ردو ويلو شروع وکړه، طالب هم د ايلم په غره ټينګ ولاړ و او له استاذ سره په جګړه اخته شو.وګورئ! دوى دواړه د علم او پوهې له خوا پوهېدل چې دا جګړه د ناپوهۍ علامه ده، مګر د محيط له تاثيره يې ځانونه خلاص نشو کړاى او که هرڅه و بيا هم يو د((ايلم او بل دوه سري و)). علم او پوهه سړی پوه کولى شي، مګر منع کولى يې نشي ځکه چې تربيه په علم باندې غلبه لري. يو سړى دا کولى شي چې بل په خبره پوه کړي، مګر ښه کولى يې نه شي، انسان په ډېرو شيانو پوهېږي، مګر پوهول يې د علم کار دی، خو ښه کول او په ښه لاره بيول صحيح تربيت غواړي.