بایډن: هیله شته، چې غ.زه کې تر روژې وړاندې اوربند وشي

بایډن: هیله شته، چې غ.زه کې تر روژې وړاندې اوربند وشي


  • 10 مياشتي دمخه (02/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 314

د امریکا ولسمشر جوبایډن هیله څرګنده کړې، چې تر روژې وړاندې غزه کې اوربند وشي.

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د ایټالیې له لومړۍ وزیرې جورجیا میلیوني سره په کتنه کې ویلي، که څه هم تر اوسه د اوربند په اړه هوکړه نه ده شوې؛ خو زیاته کړې یې ده، چې هیله لري ترڅو تر روژې وړاندې په یاده سیمه کې اوربند وشي.

نوموړي دغه راز ویلي چې غزې ته د هوا له لارې د مرستو رسولو چارې پیلوي.

بایډن زیاته کړې، دوی به په اردن کې له خپلو متحدینو سره یو ځای د هوا له لارې غزې کې اړمنو خلکو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو په رسوولو کې مرسته وکړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ د اسرائېلو له لوري غزه کې تر سلو ډېر هغه وګړي وژل شوي، چې د مرستو اخیستلو لپاره راټول شوي وو.