په منځني ختیځ کې د جګړې د ناوړه پایلو په اړه د بشري حقونو د عالي کمیشنر خبرداری

په منځني ختیځ کې د جګړې د ناوړه پایلو په اړه د بشري حقونو د عالي کمیشنر خبرداری


  • 9 مياشتي دمخه (05/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 277

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکرترک وايي، که په غزه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې مخه ونه نیول شي، په ټول منځني ختیځ کې به ناوړه پایلې ولري.

ولکرترک په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې وویل چې په غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړې د منځني ختیځ ټول هېوادونه اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان په غزه کې د جګړې پر دوام اندېښنه ښودلې او له اغېزمنو هېوادونو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې د جګړې د دوام مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا، قطر او حماس استازي په غزه کې د حماس او اسراييلو ترمنځ د شپږ اونيز اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته تللي وو، خو اسراييلو مصر ته د خپل استازي له لېږلو ډډه وکړه او ويې ويل چې حماس بايد له اور بند مخکې د اسراییلي بندیانو نوملړ خپور کړي.