د بندو دروازو تر شاه؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

د بندو دروازو تر شاه؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي


  • 9 مياشتي دمخه (06/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 368

ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو وار بیا د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

یاده ناسته د بندو دروازو تر شاه ترسره کېږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشره روزا اتونبایوا هم په کې ګډون کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا د دې شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.

اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې غونډې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته ویلي، هغه ناستې چې افغانستان په کې ګډون ونه لري، په اجنډا کې یې د افغانستان نظر مهم ونه بلل شي او په افغانستان کې اوسنیو واقعیتونو ته په کې انعکاس ورنه کړل شي، هغه ټولې بې نتیجې دي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۶مه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه ناسته وکړه چې پایلې یې ډېرې رسنیزې نه شوې.