د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي واحد نژند، د چک جمهوریت جاکوب باهنیک ته ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره شپه د جرمني په اوکتاګون سازمان کې په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوه.
دواړو لوبغاړو په درېیو پړاوونو کې یو له بل سره مبارزه وکړه او په پای کې نژند د نمرو په توپیر د سیالۍ ګټونکی اعلان شو.
د یادونې ده، چې نژند تر دې وړاندې په ۹ سیالیو کې ۷ سیالۍ ګټلې وې او دا یې اتمه بریا شوه.
هغه په خپله وروستۍ سیالۍ کې تېر کال هم د پولنډ ټوماس لینګوسکي ته ماتې ورکړې وه.