اسلامي امارت په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور مغرضانه وباله.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو د ذهنیت په خرابولو اخته دی او امنیت په نا امنۍ تعبیروي.
اعلامیه کې راغلي، د ملګرو ملتونو سازمان دا ډول کړنې د هغهو جهتونو په غوښتنه ترسره کوي چې غواړي په اسلامي امارت باندې فشار وارد کړي.
اعلامیه زیاتوي، افغانستان اسلامي امارت یاد راپورته د شک په سترګه ګوري او په دې برخه کې د ملګروملتونو د سازمان له نوم او عنوان څخه یې بده استفاده بولي.
د یادونې ده چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان کې د تېر کال په پرتله امنیتي پېښې ۳۷ سلنه زیاتې شوې دي.