رښتياوايي چې دزورورو اوبه پرلوړه خېژي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مولوي محمد غفور پیروز
  • 1225

کومه ورځ چي صليبيانوزموږپرخاوره تېری کړی له هغې ورځې راهيسي يې دهيوادپه رښتنوبچيانوپسي منفي، بې ځايه اوپوچ تبليغات پيل کړي دي هغوئ ته دترهګرو،سخت دريځو،زاړه پالواوداسي نووروالقاب ورکوي . هغه کسان چي له دوئ سره په دې اتڼ کي غورزېدلي په ډېره بې شرمۍ هڅه کوي چي ددې لېوانوهر جنايت په يوډول توجيه کاندي کله يې تېروتنه ګڼي اوکله مخالفين پړه ګڼي .
په هرحال دادی يوځل بياهمدغووحشي درندګانودفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ دشېوان په سيمه کي پر ملکي وګړوپه داسي حال کي چي هغوئ دشپې په خپلوکورونوکي ارام ناست ووبې رحمانه اووحشيانه بمباري وکړه تريوسلوشپږویشتوډېری ښځې،ماشومان،بوډاګان اوځوانان يې په شهادت ورسول،ټپيان يې کړل اوکورونه يې په بشپړډول ورويجاړکړل،مګردګوډاګۍ ادارې سپين سترګوچارواکوخواول ځل دملکي مرګ ژوبلې په اړه هيڅ هم ونه ويل صرف دومره يې وويل چي په سيمه کي جګړه شوې چي په ترڅ کي يې ۲۵ طالبان اوڅلورافغان عسکروژل شوي دي خوکله چي دسيمې اوسېدونکوخبري سرچينوته دملکي مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل نوبيادوئ هم وويل چي په اړه پلټنې روانې دي . دمی دپنځمې نېټې په سهاردولايتي شورا رئيس محمدنذيرخدمت له ازادۍ راډيوسره په خبروکي ومنله چي په دې وحشيانه بمبارۍ کي ۷۰ تنه وژل شوي چي ددېرشوښځواوماشومانومړي دهغوئ خپلوانودولايت مرکزته راوړل خونوموړي دخپل افغاني او اسلامي غيرت برخلاف دنوروګوډاګيانوپه څېردپيښې ټوله پړه دمجاهدوطالبانوپرغاړه واچوله اوويې ويل چي دوئ دخلکوپه کوورونوکي سنګرونه نيولي وونوهمداوجه وه چي دومره ګڼ شمېرمېرمنې اوماشومان په شهادت ورسېدل . راځئ! چي لږپه سړه سينه اومنصفانه قضاوت ددې پيښې جاج واخلو.
په خپله حکومت مني چي لومړی په سيمه کي ددوئ پرکاروان غلچکی بريدوشو،جګړه رامنځ ته شوه اوبيا دوئ  اړشول چي  هوايي ملاتړراوغواړي،هوايي ځواک له رارسېدوسره سم پرسيمه هوايي بريدونه پيل کړل چي په ترڅ کي يې ۲۵ طالبان ووژل شول ."  دپيښې درامنځته کېدوپه اړه په خپله والي تراوسه درې  ډوله څرګندونې کړې دي يوځل يې وويل چي طالبان په دې سيمه کي  راغونډشوي وواوغوښتل يې دفراه پرمرکز بريدوکړي  خوموږوارپرې لومړی کړ،بيايې وويل : نه! زموږدپوځيانوپرکاروان لومړی طالبانودکمين په وسيله بريدوکړجګړه ونښته اوموږدهوايي ځواک ملاتړته اړشوو. بيايې وويل  : نه! طالبان په سيمه کي ددې لپاره راغونډشوي ووچي درې دولتي مامورين دخلکوپه مخ کي په داروځړوي موږته خبرراغی اودسيمې پاکولوپه موخه موعمليات پيل کړل . له دې ضداونقيض څرګندونوڅخه په ډاګه کيږي چي ټوله ماجرادروغ ده .
بل داچي که په سيمه کي رښتياهم طالبانوداولسي وګړوپه کورونوکي پناه اخيستې وي نوتاسوولي وړاندي تردې چي دسيمې خلکوته دعملياتودکولوخبرورکړئ بې خرته بمباري پيل کړه اودومره ګڼ ملکي کسان موپه شهادت ورسول؟ تاسوخوواياست چي دسيمې خلکوله طالبانوکرکه کوي نودسيمې خلکوته به موويلي وای چي طالبان وباسي که داکارنه شئ کولای نوسيمه خوشي کړئ چي دطالبانوله منځه وړلولپاره عمليات وشي مګرله دې هرڅه پرته دوئ عمليات پيل کړل دومره ګڼ ملکي کسان يې په شهادت ورسول خوبياوايي چي دپيښې ټوله پړه دمجاهدينوپرغاړه ده .
ترټولواساسي پوښتنه داده چي تاسوولي په هغوسيموکي چي ملکي وګړي پکي ميشت دي له هوايي ځواک څخه کاراخلئ هلته خوضروري ده چي پلي ځواکونه ورشي سيمه له دښمن څخه پاکه کړي اوکه دښمن له سيمې څخه دتيښتې هڅه وکړي بهرووزي نودهوايي ځواک په مټ چي دځمکې له لوري به هم بشپړمالومات ورکول کيږي مخه ونيول شي خودوئ هرځای اوهروخت ان که يوډزهم  باندي وشي هوايي ځواک کاروي چي له امله يې تل همداسي خواشينوونکې اوغم لړلې پيښې رامنځ ته کيږي،بله خبره داده چي دشنډنډپه پېښه  کي خوبه طالبان نه وو،دشاه ولي کوټ دواده په بمبارۍ،دجلال اباددواده په پېښه اوغزني د۲۷ حکومتي کاريګروپه وژنوکي خوبه طالبان دخيل نه وو؟.