نیکولسن: د نجونو د زدکړو موضوع د دوحې د ناستې غوښنه برخه وه

نیکولسن: د نجونو د زدکړو موضوع د دوحې د ناستې غوښنه برخه وه


  • 10 مياشتي دمخه (22/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 374

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي، چې د دوحې په ناسته کې د ښځو د کار او زده کړو په اړه غوښتنې راپورته شوې دي.

نوموړي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې په یاده ناسته کې د  اسلامي هېوادونو په ګډون د اکثره هېوادونو استازو په افغانستان کې د ښځو د کار او زدکړو حقونو پر ورکړې ټینګار کړی.

نیکلوسن دغه راز ویلي، لاهم د افغانستان د خلکو پر وړاندې د دوی ژمنې په خپل ځای دی، چې یوه برخه یې د افغانستان د راتلونکې ملاتړ دی.

هغه په افغانستان کې د کوکنارو کښت کمېدو ملاتړ کړی؛ خو ویلي یې دي، چې اوس د دې وخت را رسېدلی، ترڅو افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړي.

توماس نیکولسن د داعش ډلې په اړه د اسلامي امارت مبارزه هم ستایلې ده.
د یادونې ده، چې د افغانستان په اړده د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې جوړه شوې ناسته د فبروري په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه ترسره شوه، چې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو په کې برخه اخیستې وه.