عدلیې وزارت: د اهل هنودو غصب شوې ځمکې بېرته ورکول کېږي

عدلیې وزارت: د اهل هنودو غصب شوې ځمکې بېرته ورکول کېږي


  • 10 مياشتي دمخه (10/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 402

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمیسیون په ټول هیواد کې د هندوانو د غصب شویو ځمکو د څېړلو بهیر پیل کړی دی.

له عدلیې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کمیسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي کمیټو ته لارښوونه کړې، تر څو د هندوانو هغه ځمکې چې غصب شوې او یا یې هم د غصب احتمال موجود وي؛ نو مخه یې باید ونیول شي.

سرچينه زياتوي، د ياد کمېسيون راپور به د غصب شويو ځمکو له تاييد وروسته د کمېسيون له لوري وڅېړل شي او په اړه به يې لازم تصميم ونيول شي. 

په خبرپاڼه کې له هغو کسانو چې ځمکې او جایدادونه یې غصب دي، غوښتل شوي چې د اړتیا په صورت کې له کمیسیون یا تخنیکي بورډ سره خپل معتبر اسناد او معلومات شریک کړي، ترڅو لازم اقدامات ترسره شي. 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر اهل هنودو هېواد والو ادعا کړې وه چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې یې ځمکې او جایدادونه غصب شوي دي.