هلمند کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

هلمند کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 3 مياشتي دمخه (23/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 212

د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ په لکي سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.  

د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پېښه نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ماشومانو پر مرمۍ لوبې کولې. 

خبر کې راغلي، چې په وژل شویو کې یوه نجلۍ او دوه هلکان شامل دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.   

په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې شوي ناچاوده ماینونه او مرمۍ وخت ناوخت له خلکو قرباني اخلي.  

په هېواد کې ډېر کله د دغو پېښو قربانیان تنکي ماشومان وي.