سرپرست حکومت: په کندهار او نیمروز کې بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي

سرپرست حکومت: په کندهار او نیمروز کې بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي


  • 9 مياشتي دمخه (30/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 324

سرپرست حکومت تائید کړې، چې په کندهار او نیمروز ولایتونو کې د امریکا بې‌پيلوټه الوتکې ګزمې کوي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې رسنۍ ته ویلي، چې امریکا د نږدې هېوادونو له فضا په استفادې د هېواد هوايي حریم نقضوي. 

نوموړي ویلي، چې څو ځلې یې له مقابل لوري سره دا موضوع شریکه کړې؛ خو په وینا یې، چې تر اوسه یې جدي نه ده اخیستې. 

هغه د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید امریکا ته د دې کار اجازه ورنه کړي.  

د کندهار او نیمروز اوسېدونکو وایي، له تېرو دوو شپو راهیسې د دغه ولایتونو پر فضا بې پیلوټه الوتکې ګرځي.  

د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې هم ویلي و، چې امریکا د افغانستان هوايي حریم نقضوي.