د امریکا بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د لږ تر لږه شپږو اونیو اوربند رامنځ ته کېدو هڅه کوي.
د دغه وزارت ویاند، مېتیو مېلر تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې امریکا په اسراييل، فلسطین او سیمه کې سولې ته ژمنه ده.
د مېلر په خبره، د دغه اوربند له پلي کېدو سره به په غزه کې د بند پاتې کسانو خوشې کېدل هم تضمین شي.
هغه زیاته کړې، چې په دې تړاو له خپلو سیمه ییزو او نړۍوالو شریکانو سره یو ځای په بېړنۍ توګه کار ته دوام ورکوي.
امریکا په غزه کې د اوربند د ټینګېدو هڅه په داسې حال کې کوي، چې پر اسراییلو د ایران د وړمې شپې بریدونو په سیمه کې د بې ثباتۍ رامنځ ته کولو اندېښنې راپارولي دي.