د ۲۰۱ سیلاب قول اردو: لغمان کې د پاکستاني ترهګرو په شمؤل ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو: لغمان کې د پاکستاني ترهګرو په شمؤل ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.


  • 3 کاله دمخه (09/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1257

د لغمان امنیتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۴ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قو اردو له‌لوري خپره شوې خبر پاڼه وایي، چې ځواکونو یې د دې ولایت الیشګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د روانو عملیاتو پر دوام پر وسله‌والو طالبانو توپچي او ځمکني بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو د هاوانچي او  بهرنيو اتباعو په ګډون ۱۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور يې ټپیان دي. 

د یادې قول اردو خبر پاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې د دغې ډلې پټنځايونه، وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي. 

سرچینه وایي، په دغه بريدونو کې نور هېڅ چاته زيان نه‌دی اوښتی او پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.

له بلې خوا بیا وسله‌والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

باید وویل شي، چې په وروستو څو اوونیو کې د لغمان امنیتي وضعیت لږ څه خراب شوی و، خو د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو له پیل راهیسې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلای دی او خلک خپلې ورځنۍ چارې د تېر په څېر مخته وړي.