د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي وايي، له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي کابل ته د مالیزیا هېواد د بېلابېلو وزراتونو د استازو له راغلي پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې دوی په سیاي او اقتصادي ډګر کې متوازنه او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې مالیزیايي چارواکو ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.
دوی ویلي، نږدې راتلونکې کې به د دوی سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
د یادونې ده چې دغه پلاوي تېره ورځ د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره هم کتلي او له نړیوالې ټولنې سره یې د اسلامي امارت د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې د خپل رول په اړه ډاډ څرګند کړی و.