نامالومو وسله والو په فاریاب کې د قربان په نوم ۷۰ کلن سړی او د هغه زوی په ډزو وژلي دي.
د فاریاب امنیه قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد اسماعیل فرقاني وايي چې یاده پېښه تېره ورځ ماسپښین د میمنې ښار په اتمه ناحیه کې رامنځته شوې.
د فرقاني په خبره، وژل شوي زوی او پلار په خپل دوکان کې ویده وو، چې د نامالومو کسانو له لوري پرې برید شوی.
تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده مالومه شوې.
د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې هم په میمنې ښار کې یو تن د نامالومو وسله والو له لوري وژل شوی وو.