د پاکستان سوپر لیګ چې د کرونا له امله ځنډیدلی وه، تېره شپه یو ځل بیا د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو په لوبه پیل شو.
دغې لوبه کې پچه د لاهور قلندرز لوبډلې وګټله او لومړی یې، د توپ اچونې پریکړه وکړه. اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې او د ۱۴۴ منډو هدف یې لاهور لوبډلې ته کېښود. د اسلام اباد لوبډلې لپاره یوازې فهیم اشرف تر نورو زیاتې ۲۷ منډې جوړې کړې او نور لوبغاړي یې داسې خاص ونه ځلېدل.
د لاهور لپاره بیا په توپ اچونه کې جیمز فولکنر درې، احمد دانیال، حارث روف دوه، دوه او راشد خان په څلورو اورونو کې د ۹ منډو په ورکولو سره یو لوبغاړی وسوځوه.
لاهور لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره او لوبه یې په پنځه ویکټو وګټله. د لاهور قلندرز لپاره محمد حفیظ ۲۹، سهیل اختر ۴۰ او راشد په پنځه توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. د اسلام اباد لپاره بیا حسن علي دوه لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه راشد ته ورکول شوه، چې یو لوبغاړی یې سوځولی وه او په مهم وخت کې یې ۱۵ منډې جوړې کړې.
نن په دغه لیګ کې دوه لوبې ترسره کېږي، لومړی لوبه ماښام شپږ بجې د ملتان سلطان او کراچۍ کینګز تر منځ او دوهمه لوبه بیا د شپې یوولس بجې لاهور قلندرز له پېښور زلمیو سره پیلوي.