یوناما افغانستان کې د رسنیو راتلونکی د اندېښنې وړ بللی

یوناما افغانستان کې د رسنیو راتلونکی د اندېښنې وړ بللی


  • 1 کال دمخه (03/05/2023)
  • خالد سهار
  • 520

سمسور نیوز (۱۳غوایي۱۴۰۲) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په افغانستان کې د رسنیو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سرپرست حکومت له خوا لګېدلي محدودیتونه زیات او خبریالان اړ شوي دي چې د وېرې او تهدید په فضا کې کار وکړي.

همداراز د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغان خبریالان په غیرقانوني ډول نیول شوي، شکنجه شوي، ګواښل شوي او ان وژل شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په جلا ټوېټونو کې له دې کبله اندېښنه ښودلې.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۲۰۲۲ کال د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کې افغانستان ۱۵۲ ځای نیولی دی.

دې ټولنې ویلي، چې د افغان خبریالانو لپاره چاپېریال په دوامداره توګه خراب شوی او ښځینه خبریالان عمدا له عامه ژوند څخه حذف شوي دي.

په ورته مهال اسلامي امارت وايي، دوی د رسنیو ملاتړ او شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.