د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې او سېلابونو پېښېدو اټکل کړی دی.
یادې ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویلي، سبا (یکشنبه) به په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې باران وي.
د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې ښودل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې ورځې ورښت او سېلابونو په بغلان، سمنګان، غور، بدخشان او هرات کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.