پر اسټرلیا دوهمه ټیسټ لوبه کې هند مخکی دی.
د هند او اسټرلیا ترمنځ د دوهمې ټیسټ لوبې دوهمه ورځ هم پای ته ورسیده، په دغه لوبه کې اسټرلیا لومړی وار توپ وهنه وکړه، چې په لومړۍ وار سره اسټرلیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې جوړې کړې. هند د اسټرلیا ددغه منډو په ځواب کې د لوبې په دوهمه ورځ د ایجنکای ریحاني د ۱۰۴ نا سوځېدلو منډو پرمټ ۲۷۷ منډې کړي او ۵ لوبغاړي یې سوځیدلي.
دمګړی هند له اسټرلیا څخه ۸۲ منډې مخکې والی لري. باید یاده شي، چې لومړۍ لوبه اسټرلیا په ستر توپیر ګټلې وه.