بلوچ: افغان لارۍ چلوونکو ته له ویزې پرته اجازه نه ورکوو

بلوچ: افغان لارۍ چلوونکو ته له ویزې پرته اجازه نه ورکوو


  • 1 کال دمخه (25/11/2023)
  • شریف ولي‌زاد
  • 568

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه پاکستان ته پر تلونکو موټر چلووکو  نوي بندیزونه لګولي او وايي چې تر دې وروسته به پاکستان ته را اوښتونکو موټر چلوونکو څخه ویزې وغواړي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو چلوونکو ته لازمه ده، تر څو د پاکستان وېزه ترلاسه کړي.

هغې ټینګار کړی چې له دغې پرېکړې څخه سرغړوونکي کسان به له جریمې، زندان او له دې هیواد څخه د ایستلو له سزاګانو سره مخ کېږي.

بلوچ ویلي، پاکستان غواړي چې له افغانستان سره بې خنډه سوداګري رامنځ ته کړي او په دې اړه د افغان سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې کوي.