غور کې سېلابونو ۵۰ کسان وژلي؛ ګڼ نور لادرکه دي

غور کې سېلابونو ۵۰ کسان وژلي؛ ګڼ نور لادرکه دي


  • 8 مياشتي دمخه (18/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 446

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. 

د یاد ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي، چې دغو سېلابونو په فيروزکوه ښار او دولینه، تولک، شهرک او مرغاب ولسوالیو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې لاهم ګڼ کسان لادرکه دي او د را اېستلو هڅې یې روانې دي. 

د هغه په خبره، سېلابونو د استوګنې دوه زره کورونه او ۲۵۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او دغه راز ۱۰۰۰ څاروي یې هم له منځه وړي دي. 

لاهم د تلفاتو شمېر وروستی نه دی او ښایي تر دې هم لوړ شي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سېلابونه د سلګونو هکتاره ځمکې، پلونو او سړکونو د ویجاړېدو لامل شوي دي. 

دا مهال د غور د ولسواليو مواصلاتي لارې او د غور- هرات لويه لاره هم تړلې ده. 

تېره اوونۍ هم سېلابونو په شمالي ولايتونو کې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي وو. 

د راپورونو له مخې، سېلابونو یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.