د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ؛ طالبانو د امنیتي تدابیرو په هدف د کابل مخابراتي شبکې قطع کړې دي.
په کابل کې د محرم او عاشورا د مراسمو د ولسي کمېټې مشر انجینیر لطیف له رسنیو سره په خبرو کې له امنیتي تدابیرو خوښي وښودلې، خو غوښتنه یې کړې چې امنیتي ځواکونه له خلکو سره ښه چلند وکړي.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی و چې د محرم او عاشورا لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.