د مهاجرینو لپاره د المان استازی افغانانو ته ګواښ کړی چې، افغانستان ته دې له پټ سفر کولو ډډه وکړي.
یوواخیم اسټامپ ویلي، د المان دروازې دې د نړۍ پر مخ خلاصې وي، خو مونږ هم احمقان نه یو.
نوموړی وایي هغه کسان چې دغه هېواد ته د پناه غوښتنې په نوم راغلي او اوس بېرته د سیاحت په خاطر خپل هېواد ته ځي، د پناه غوښتنې حق به له لاسه ورکړي او المان کې نور نشي اوسېدلی.
دا خبرې د المان د ار ټي ال تلويزیون له راپور وروسته کېږي، یاد راپور ښیي چې افغانان د هامبورګ د ټکټونو له مرکزونو ټکټونه اخلي او افغانستان ته ځي.