ندیم: تېر کال له پوهنتونونو نه ۵۲ زره کسان فارغ شوي

ندیم: تېر کال له پوهنتونونو نه ۵۲ زره کسان فارغ شوي


  • 4 مياشتي دمخه (25/08/2024)
  • شریف الله ولي زاد
  • 152

د لوړو زده کړو وزارت چارواکې وايې، په تېر ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې د هېواد  له پوهنتونونو څخه ۵۱ زره او ۹۵۰ کسان فارغ شوي دي. 

 

د یاد وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نن د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح غونډه کې ویلي، چې پر ټولولو پوهنتونو څار لري او دغه راز هوډ لري چې  کابل پوهنتون تخصصي زدکړو ته ځانګړی کړي.

 

هغه همدارنګه ويلي، چې په یاده موده کي دوه زره او ۲۱۲ کسان په بهر کې تر لوړو زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي او اسنا یې هم ارزول شوي دي.

د یادونې ده چې د لوړو زدکړو سرپرست وزیر دغه راز نصاب کې د بدلون په اړه هم خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې هغه کتابونه به له منځه یوسي چې د ټولنې ورته اړتیا نه وي.