سمسور نیوز (۱سلواغه۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، ا، ا هغه څه چې وايي، نه یې شي کولای او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي.
بلېنکن دا خبرې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په او ټوله کې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې ویلي، دوی او نړیواله ټولنه له طالبانو تمه لري، چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي.
بلېنکن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتو یو ځل بیا ننګه کړې، خو دا یې هم ویلي که چېرې ولیدل شي چې ترهګرو هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، یو ځل بیا پرې برید وکړي.
خو د بلېنکن په خبره، له ټولو اندېښنو سره سره، له افغانستانه کوم ګواښ نهشته.