سپینه ماڼۍ: د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې اراده نه لرو

سپینه ماڼۍ: د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې اراده نه لرو


  • 1 کال دمخه (19/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 521

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي،  چې دوی په اوسني وخت کې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې اراده نه لري. 

جان کربي تېره ورځ (د وږي۲۷مه) په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي، چې اوسنی حکومت د نړۍ د غوښتنو خلاف روان دی او له نړیوال مشروعیت څخه ورځ تر بلې واټن اخلي.   

نوموړي زیاته کړې، چې اوسني چارواکي د حکومتولۍ او د ښځو حقونو په برخه کې د خپلو کړیو ژمنو خلاف عمل کوي.

د هغه په خبره، د افغانستان پر وړاندې د امریکا درېځ لا هم نه دی بدل شوی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دغه راز ویلي، چې دوی په افغانستان کې ټولې ترهګرې ډلې تر دقیق څار لاندې لري.

کربي ویلي، القاعده ډله په افغانستان کې کمزورې شوې او نور امریکا ته ګواښ نه ده.

که څه هم تر اوسه سرپرست حکومت د سپینې ماڼۍ د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د بشري حقونوړد نقض ادعاوې رد کړې وې. 

اوسني چارواکي وایي، په افغانستان کې یې تر بل هر وخت زیات بشري حقونه ښه تامین کړي دي.