نن په هېواد کې د نجونو له حضور پرته نوی ښوونیز کال پیلېږي

نن په هېواد کې د نجونو له حضور پرته نوی ښوونیز کال پیلېږي


  • 4 مياشتي دمخه (05/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 73

نن پنجشنبه (د وږي ۱۵مه) د هېواد په ګرمسیرو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي؛ خو لاهم د نجونو برخلیک ناڅرګند دی او زده‌کړو ته دوام نه‌شي ورکولای.  

په هېواد کې له تېرو درېیو کالو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امر ثاني تړل شوي؛ خو سرپرست حکومت وایي، د یوه مناسب چوکاټ په رامنځ ته کېدو سره به اجازه ورکړل شي.     

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم څو ورځې وړاندې وویل، چې د نجونو د زده‌کړو په اړه پوښتنه کول هم تر امر ثاني ځنډول شوې او څوک دې نه کوي.  

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې دیني عالمان څېړنې کوي.

د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې به سږکال ۱،۴ میلیونه تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې وي.