کندهار کې ۸۵۰۰ کسانو د چرګانو فارمونو کې کار کوي

کندهار کې ۸۵۰۰ کسانو د چرګانو فارمونو کې کار کوي


  • 3 مياشتي دمخه (15/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 63

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په یاد ولایت کې د چرګانو په فارمونو کې اته زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. 

یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان په کندهار ښار، ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ، میوند، پنجوايي، دامان او ارغستان ولسوالیو کې په ۱۲۵۰ د چرګانو فارمونو کې په کارونو بوخت دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونه هم ډېر شوي او لامل یې د چرګانو د قاچاق او د چرګانو د بې کیفیته خوراکي توکو، واکسین او درملو مخنیوی یاد شوی دی. 

د همدې ریاست د معلوماتو پر اساس، تېر کال په یاد ولایت کې د چرګانو په فارمونو کې دوه زره او ۳۵۰ کسان په کارونو بوخت وو.