د میدان وردګ د ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
یاد ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ترافیکي پېښه د یوه ټېلر او فلډر موټر د ټکر په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په مړو شویو کسانو کې د یوې کورنۍ مور او پلار او یوه یې لور هم شامله ده او ژوبل شوي کسان د امنیتي ځواکونو لخوا د میدان ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د یادې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی بیان سوی؛ خو تر دې وړاندي دا ډول ترافیکي پېښې د بې احتیاطۍ، تېز تګ راتګ او ځينو نورو عواملو له امله رامنځته شوي دي.