له ترکمنستان سره پر نورالجهاد سبسټېشن پروژې خبرې

له ترکمنستان سره پر نورالجهاد سبسټېشن پروژې خبرې


  • 3 مياشتي دمخه (30/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 110

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیه رئیس عبدالباري عمر د ترکمنستان برېښنا وزیر سپاروف انا ګلیدي سره په ټیلفوني خبرو کې د نور الجهاد سب سټېشن پراختیا او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې ټلفوني خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی دی. 

خبر پاڼه زیاتوي، چې په دې ټلفوني خبرو کې عبدالباري عمر ترکمنستاني لوري ته د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا ډاډ ورکړی، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ګډې اقتصادي ستراتیژیکې اړیکې لا پیاوړې شي. 

ورته مهال د ترکمنستان برېښنا وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللې او افغان لوري ته یې بلنه ورکړې چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا تړون لاسلیک او غځولو په موخه عشق اباد ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې برښنا شرکت ویلي وو چې هڅه کوي د پلازمېنې کابل بېښنا ۲۴ ساعته کړي.