د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د اتو ماشومانو په ګډون د ۲۸ تنو افغان بندیانو د آزادېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت پر خپله ویب پاڼه لېکلي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د اوسېدو د اسنادو نه درلودلو له امله نېول شوي وو او تر شاوخوا دوو میاشتو بند وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
په ویب پاڼه کې لېکل شوي، چې دا کسان د ننګرهار پر تورخم هېواد ته راستانه شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) ته ورپېژندل شوي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې تېره چهارشنبه هم د یاد هېواد د پېښور له زندان څخه د ۱۵ تنو افغانانو د آزادېدو خبر ورکول شوی و.