د چین او افغانستان تر منځ رېل پټلۍ پرانيستل شوه

د چین او افغانستان تر منځ رېل پټلۍ پرانيستل شوه


  • 2 مياشتي دمخه (31/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 79

په چین کې د سرپرست حکومت سفیر بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاونګ په شتون کې د افغانستان او چین تر منځ د غځېدلې رېل پټلۍ پرانیسته کړې ده. 

په بېجېنګ کې د سرپرست حکومت سفارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دغه رېل پټلۍ په برقي سامان آلاتو، رخت او نورو توکو بار ۵۰ کانټينرونه افغانستان ته رالېږدوي.

په یادو مراسمو کې بلال کریمي ویلي، چې سرپرست حکومت د اقتصاد محوره پالېسۍ په اساس هڅه کوي، چې تر ټولو اول د سیمې له هېوادونو سره ځان وصل کړي. 

نوموړي ددغه رېل پټلۍ پرانیسته يو مهم او مثبت ګام بللی دی. 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ددغه رېل پټلۍ په پرانېستو سره به افغان سوداګر چینايي بازارونو ته خپل مالونه په کمه بیه صادر او چينایي تولیدات به په ارزانه بیه افغانستان ته وارد کړي. 

چينايي لوري هم ددغه انتقالاتو د بهیر په اړه ویلي، چې روان بهیر ته به ادامه ورکړي.