ایران او روسیه د سټراتېژیکو همکاریو تړون لاسلیک کوي

ایران او روسیه د سټراتېژیکو همکاریو تړون لاسلیک کوي


  • 2 مياشتي دمخه (01/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 94

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ایران او روسیې تر منځ به ډېر ژر د سټراټېژېکو همکاريو تړون لاسلیک شي. 

سرګي لاوروف په بېلاروس کې د اوراسیا نړیوال امنیتي کنفرانس کې تمه ښودلي، چې تر دوه راتلونکو میاشتو به د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ددغه تړون لاسلیک لپاره روسیې ته سفر وکړي. 

مسعود پزشکیان د بریکس کنفرانس په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادېمير پوتین سره په لېدنه کې د ایران اږ روسیې تر منځ د استراتېژيکو اړیکو ددغه تړون د ژر تر ژره تصویب کېدو غوښتنه کړې وه.