د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي یو وار بیا ګواښ کړی، چې امریکا او اسرائیلو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
هغه د ایراني زدکوونکو یوې غونډې ته ویلي، امریکا باید وپوهېږي، چې پر دوی برید غاښ ماتوونکی ځواب لري.
خامنهيي د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي، چې اسرائیلو ته به داسې ځواب ورکړي، چې هغوی یې تصور هم نه وي کړی.