د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص او یو شمېر نور مسئولین د اقلیمي بدلون (COP-29) په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللي دي.
یادې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې مولوي خالص به په دې غونډه کې له نړیوالو سره د افغانستان د اقلیمي بدلون د مشکلاتو او د هغوی د حل په اړه خبرې وکړي.
دا کنفرانس سبا (دوشنبه) د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اذربایجان په پلازمینه باکو کې جوړېږي او د روانې نومبر میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه په مصر او متحده عربي اماراتو کې نړیوال کنفرانسونه جوړ کړي وو؛ خو هغو ته یې سرپرست حکومت نه ؤ وربللی او دا پر افغانستان د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې لومړی ځل دی، چې یاد کنفرانس ته بلل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم تردې وړاندې نړیوالو رسنیو ته ویلي ؤ، چې یو پلاوی به یې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.