استرالیا: افغان سوله کې هر ډول همکاریو ته چمتو یو

استرالیا: افغان سوله کې هر ډول همکاریو ته چمتو یو


  • 3 کاله دمخه (25/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1170

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د استرالیایي پوځ نظامي قومندانانو د خپلو سرتېرو قربانیو ته د درناوي په مناسبت ویلي چې دوی د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او دغه هېواد ته د سولې او ثبات د راوستو په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.

 د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د استرالیا شاوخوا ۴۹ عسکر وژل شوي دي.

 استراليايي پوځيانو ویلي چې ددوی قربانیو ته درناوی لري او دوی په افغانستان کې د ثبات راوستو په موخه قرباني ورکړې ده. 

استرالیايي ځواکونه داسې مهال افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي چې پر دغه ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال د درنو جنګي جنایتونو ادعاوې موجودې دي. 

د جرمونو نړیوالې محکمې او په خپله د استرالیا حکومت هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه څېړي.