د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفارت مقام ته یوه ښځه وړاندیز کړې ده.
د سي اېن اېن د راپور پر بنسټ الېز سټېفانېک چې په کانګرس کې د جمهوریپالو غړېتوب هم لري، په ملګرو ملتونو کې د ډونالډ ټرمپ لخوا دې مقام ته وړاندیز شوې ده.
نوموړې ټرمپ ته نږدې او د جمهوريپالو د ګوند له مالي ملاتړو بلل کېږي.