ولې ګلبدین نایب په استرالیا کې له افغان کرکټ لوبغاړو سره نشته؟

ولې ګلبدین نایب په استرالیا کې له افغان کرکټ لوبغاړو سره نشته؟


  • 2 کاله دمخه (03/10/2022)
  • جعفر هاند
  • 1830

افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اکثریت لوبغاړي استرالیا ته رسېدلي او په تمرینونو بوخت دي. ځینې یې پاتې دي ‌او ممکن هغوی هم ژر ورسېږي چې د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام ته ځانونه چمتو کړي. 

د کرکټ بورډ په فسبوک کې مې د لوبغاړو تصویرونه ولیدل، ټول سکواډ (هغه لوبغاړي چې لوبو ته غوره شوي) او ورسره ریزرف احتیاطي لوبغاړي هم تللي دي. 

د افغانستان په دغه سکواډ کې څلور ریزرف لوبغاړي: ګلبدین نایب، رحمت شاه، شرف الدین اشرف او افسر ځاځی دی. ما ته جالبه دا ده چې د ریزرف درې واړه لوبغاړي استرالیا ته غوښتل شوي خو یوازې ګلبدین نایب په کې نشته او نه دی بلل شوی دی. 

په دې نه غږېږم چې ګلبدین ولې په اصلي سکواډ کې نشته؟ حق یې و که نه؟ ولې په نړیوال جام کې و خو په اسیا کپ کې نه و؟ او... خو دا مسئله خامخا د پوښتنې وړ ده چې ولې ګلبدین پاتې کړل شوی دی.

زما معلومات دا دي‌چې ګلبدین د استرالیا ویزه لري، په دوبۍ کې هم له لوبغاړو سره په تمرین کې و او اوس هم فکر کړم چې په دوبۍ کې دی. 

ریزرف او احتیاطي لوبغاړي معمولآ هغه وخت لوبو او سیالیو ته بلل کېږي چې په سکواډ کې د هغه بدیل لوبغاړی/ي ژوبل شي او د لوبو توان ونلري، خو جالبه دا ده چې افغانستان وار د مخه درې احتیاطي لوبغاړي هم استرالیا ته استولي، خو ګلبدین نشته.

افغانستان په اسیا کپ کې درې الراونډران کریم جنت، عظمت عمرزی او سمیع الله شینواری ولوبول او داسې یې ولوبول چې موږ هېڅ پوه نشو چې په لوبډلې کې د دوی اصلي دنده څه وه؟ خو، د افغان کرکټ د یو څارونکي او مینه وال په توګه که له ما وپوښتئ، زه به درته ووایم چې په اسیا کپ کې د ګلبدین نایب تشه محسوسه شوه، هغه په هم په داسې حال کې چې تر اسیا کپ څو میاشتې مخکې یې په همدې میدانونو کې په نړیوال کپ کې خپله برخه ښه لوبه وکړه، څوک شته چې موږ ته ووايي ولې د ریزرف نور لوبغاړي استرالیا ته بیول شوي او ګلبدین نه؟