بلوچستان کې ۲۲ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوچستان کې ۲۲ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 4 اونۍ دمخه (16/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 9

د بلوچستان په قلات کې پر پاکستاني پوځيانو د برید له امله د دوی ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

 

په یاده سیمه کې وسلوالو د پاکستاني پوځیانو پر یو مرکز برید کړی او د دوی ۷ تنه یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي. 

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه برید غندلی او په خبره یې د خپلو سرتېرو اتلولي به هېره نه کړي. 

 

ددغه برید مسؤلیت د بلوڅ ازادي غوښتونکو پر غاړه اخیستی دی.

#SamsoorNews