د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې د ایران لخوا د یوه افغان د اعدام خبر ورکړی دی.
دغه سازمان تېره ورځ په یوه بیان کې لېکلي، چې د خالد تاجک په نوم دا کس د یاد هېواد د قزل حصار په زندان کې په دار ځړول شوی دی.
په بیان کې راغلي، چې تاجک د قصدي وژنې په تور تېره چهارشنبه اعدام شوی دی.
دا خبر داسي مهال نشر شوی، چې د ایران لخوا په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د بېلابېلو جرمونو په تورونو د دغه کس په ګډون ۵۵ تنه افغانان اعدام شوي او تازه د یاد هېواد یو پلاوی هم افغانستان ته راغلی؛ ترڅو په راتلونکو دوو میاشتو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان سرپرست حکومت ته وسپاري او د بند پاتې موده افغانستان کې بشپړه کړي.