اناسټو پوهنتون کې د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس جوړ شوی

اناسټو پوهنتون کې د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس جوړ شوی


  • 1 مياشت دمخه (25/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 47

د لوړو زده کړو وزارت مسئولینو په کندهار ولایت کي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون (A.N.A.S.T.U) کې د افغانستان د ځان بسیاینې زرغون انقلاب په نوم د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی دی. 

د یاد وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دغه کنفرانس کي د سرپرست حکومت د مسؤلینو ترڅنګ د ایران، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، ترکیې، مصر، ټایلنډ، قطر، نایجیریا او کاناډا هېوادونو د کرنې کارپوهانو او څېړونکو ګډون کړی دی. 

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کنفرانس نن پیل شوی، چې درې ورځي به دوام وکړي او د یاد شمېر هېوداونو استازي به خپلې ویناوې په کښې وکړي.